د کودتا په اړه د الجزیرې ټیلویزوني شبکې څه معلومات تر لاسه کړي چې له مخې یې ښکاري کودتا د چا له لوري پلان شوې وه او چا بیا شنډه کړه.
د ترکيې د ملکي استخباراتو مشر هاکان فیدان وايي چې د جمعې د ورځې په څلور بجو مې د پوځ د ځینو جنرالانو تر منځ شکمنې خبرې واورېدې او ما نشوای کولی چې نورو معلوماتو ته لاسرسی پیدا کړم ځکه پوځي استخبارات بیا د پوځ کارونه تر څارنې لاندې نیسي.
څلورنیمې بجې د پوځ مشر خلوصي آکار دفتر ته ورغلم او د خپل شک په اړه مې ورته وویل، هغه سمدلاسه له پوځي استخباراتو سره اړیکه ونیوه او په اړه یې د معلوماتو پوښتنه وکړه. د پوځي استخباراتو مشر چې د کودتاچیانو له ډلې څخه وو شاوخوا نیم ساعت وروسته بیا اړیکه ونیوه چې حالات کنترول دي او کومه د شک هڅه نه ده روانه.
هاکان فیدان پنځه نیمې بجې د پوځ د مشر له دفتر څخه بېرته خپل دفتر ته ځي او شکمنې ټلفوني اړیکې بیا څاري. کودتاچیانو غوښتل کودتا د شپې په دوهنیمو بجو پیل کړي چې خلک ویده وي او ونه شي کولی د کودتا مخه ونیسي، د ترکیې تېرې کودتاوې هم د شپې له لوري تر سره شوي دي.
د پوځ د مشر او د پوځي استخباراتو تر منځ له اړیکو وروسته کودتاچیان پوه شول چې د دوي خبره نوره پټه نه ده نو د کودتا وخت یې له خپل ټاکل شوي وخت څخه شپږ ساعته وړاندې کړه او د شپې په اتو بجو یې کودتا پیل کړه.
هاکان له اردوگان سره اړیکه نیسي چې کودتا روانه ده او ولس ته ټلیفوني پیغام ورکړه چې لویو لارو او میدانونو ته راووځي او د استنبول په لور حرکت وکړه. هاکان د راتلو په اړه ورته وايي چې د خپلې الوتکې په ځای په یوه تجارتي او مسافر وړونکې الوتکې کې استنبول ته راشه.
اردوگان د هاکان له خبرې وروسته سمدلاسه ولس ته پیغام ورکوي او د استنبول په لور خوځېږي. د استنبول هوايي ډگر ته له رسېدو سره سم هوايي ډگر د کودتاچیانو تر کنترول لاندې وي او الوتکې ته د ښکته کېدو اجازه نه ورکوي. الوتکه شاوخوا نوي دقیقې د هوايي ډگر دپاسه پاتې کېږي او په پای کې پولیس او ولیسي خلک په دې توانېږي چې هوايي ډگر ته ننوځي او د اردوگان الوتکه ښکته شي.
کله چې اردوگان له خلکو سره وگوري او له رسنیو سره خبرې وکړي نو له هغې وروسته د کودتاچیان هڅې نورې له ناکامۍ سره مخ شي.