د امریکايي خبري اژانس فوکس د راپور له مخې له ۲۰۱۴ وروسته د افغان امنیتي ځواکونو په تلفاتو کې له اټکل څخه ډېر زیاتوالی راغلی دی. د جنرال نیکلسون په وینا ۲۰۱۵ کې ۵۰۰۰ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۱۴۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.
جنرال نیکلسونه زیاتوي چې د تلفاتو دا شمېره د اندېښنې وړ ده او ښايي د روان کال تر پايه تلفات تر دې هم واوړي. د راپورنو له مخې بهرنيو ځواکونو ته په خپل څوارلس کلن ماموریت کې په دې کچه تلفات نه دي اوښتي څومره چې افغان ځواکونو ته تېر کال کې اوښتي دي.
دا په داسې حال کې دی چې د اوباما امنیتي سلاکارونو له اوباما څخه غوښتي چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو په شمېرې کې باید لږوالی را نه وړي.
اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا لس زره امریکايي ځواکونه پاتې کېږي چې تر وروستیو پورې د اوباما د ادارې پلان وو چې د خپلو ځواکونو شمېره پنځه زرو را ټيټ کړي.