ټولنه

بفر زون / صفيه حليم

په ۱۹ ميلادي پېړۍ کې افغانستان د برطانيې او روس تر منځ بفر سيمه وه. دواړو ملکونو “واخان” د چين سره بفر ټاکلې وه.
بفر جلا کوونکې او يو ځاې کوونکې زمکه وي. عادي بفر سيمه سرحدونو او يا جنګيدونکو ملکونو په منځ کې وي چې پوځي فعاليت نه پاک وي. په ځينو ملکونو کې ورته شنه زمکه هم وايي.
کله کله په داسې خاوره د دوو ملکونو دعوا وي او د منځګړتوب يا په خپلو کې په مشوره بفر وټاکل شي چې زيات وخت سياسي اړتيا وي. د جنګ پر وخت د وژنو د مخ نيوي، د چاپيريال د ساتنې او يا هم د تجارت د جاري ساتلو لپاره مواقتي بفر زون هم وي.
په ۱۸۷۰ م د جنوبي امريکه د خپلواکۍ په پاڅون کې د ارجنټينا او د برازيل تر منځ “پېراګواې” د بفر ملک په توګه جوړ کړې شو.
په ۱۸ ميلادي پېړۍ کې د امريکه جورجيا ايالت د هسپانوي فلوريډا او د برطانوي مستمرو تر منځ بفر سيمه وه. هم دغسې د برطانوي مستمرو، هند او ملايا او د فرانسوي انډونيزيا تر منځ سيام (تهايلينډ) بفر زون و.
د برطانوي هند او چين تر منځ د نيپال، بهوټان او د سکم ملکونه بفر پاتې شوي دي. هنګري هم د عثماني سلطنت او د اتريش سلطنت تر منځ بفر و. بلجيم د فرانس او جرمني تر منځ بفر و. د لومړي نړۍ وال جنګ نه وروسته پولينډ او د ختيځ اروپا نور ملکونه د روس او د جرمني تر منځ بفر وو.
صفيه حليم له بلاگ څخه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button