
تېره ورځ په برتانیه کې ټولپوښتنه وشوه چې دا هېواد نور د اروپايي اتحاديې غړی پاتې شي او کنه. تر دې دمه د برتانیې د دوو ښارونو د ټولپوښتنو نتایج اعلان شوي او پاتې نور به د برتانیې په وخت د جمعې په ورځ سهار وختي اعلان شي.
د نیوکاسل د ښار اوسېدونکو ۹۸ سلنه او د ساندرلند اوسېدنکو ۶۱ سلنه منفي رایه ورکړې تر څو برتانیه نوره د اروپايي اتحاديې غړی هېواد پاتې نه شي.
له دې اعلان سره پونډو په نړیوال پولي مارکیټ کې د ډالرو په وړاندې له ۱.۵ څخه ۱.۴۳ ته پرېوتل. اقتصاد پوهان په دې نظر دي چې د ۲۰۰۸م کال له مالي کړکېچ وروسته دا تر ټولو ستره پرېوتنه ده.