ټولنه
په چين کې د ټرامپ انځور لرونکو تشناب کاغذونو بازار موندلی

د امريکا د ټاکنو مخکښ نوماند، ډونالډ ټرامپ په خپلو عجايبو او غرايبو مشهور دی. د هغه بدلې کړنې او ويناوې ډېر خلک خندولي او نور ډېر يې دې ته حيران کړي چې د امريکا په څېر هېواد کې دغسې څوک ټاکنو کې مخکښ نوماند دی.
د دغه عجيبه سړي د کړنو پر وړاندې ځوابونه هم عجيبه وي. له چين څخه خپاره شوي راپورونه وايي چې په دغه هېواد کې د ټرامپ په نامه يو ډول تشناب کاغذ خپور شوی چې د دغه نوماند انځور پرې چاپ شوی دی.
ياده چينايي کمپنۍ وايي چې د دغه تشناب کاغذ خرڅول د فبرورۍ په مياشت کې پيل شو. پخوا کمپنۍ ته د سلو پاکټونو امر شوی و، اوس د دغه تشناب کاغذ خوښوونکي ډېر شوي. اوس فرمايش پنځه زرو ته رسېدلی دی.
د چينايي کمپنۍ وياند وايي چې د دغه کاغذ ډېری اخيستونکي امريکايان دي.