افغانستان

نېشنل انټرسټ: اتومي تړون ايران له پراختيايي فکره نه دی اړولی

نېشنل انټرسټ امريکايي ورځپاڼې ليکلي، چې د امريکا او ايران اتومي تړون د ايران بهرنۍ ستراتيژي او پراختيايي فکر کې بدلون نه دی راوستی.

ورځپاڼې ليکلي، پر ځای د دې، چې ايران له وخته په گټه اخيستو نړيوالې ټولنې سره ښې اړيکې ولري، خپلې پاليسي کې مثبت بدلون راولي؛ په ټوله سيمه کې يې نا کرارۍ او شخړو ته مټې رابډ وهلي دي. سوريه او عراق کې يې د خپل «شيعه ييزم» لپاره پراختيايي هڅې پيل کړي، سوريه کې د بشارالاسد ځواکونو سره نظامي او مالي مرستې کوي، عراقي ملېشې اوس هم خپله پاليسي د ايران په خوښه چلوي او تهران غواړي، چې د شيعه وسله والو په کارولو ځان سرې بحيرې ته ورسوي او په پای کې يو ځل بيا  د «فارسي امپراتورۍ خوبونه رښتيا کړي.»

په عراق، سوريې، يمن او نورو هېوادونو کې شيعه وسله والې ډلې  د ايران نيابتي جگړه پر مخ بيايي او تر ټولو مهمې يې د لبنان حزب الله او د عراقي شيعه ملا مقتدی صدر ملېشې دي او که دغه ملېشې نه وي، نو ايراني پوځيان دغه جگړه په خپلو مټو نه شي کولای.

د ورځپاڼې له قوله په بحرين او يمن کې د ايران په مالي او ستراتيژيکو مرستو فعالې ملېشې د دغو هېوادونو حکومتونو ته گواښ دي.

نېشنل انټرسټ مخکې ليکي: له هغه وخته، چې ايران له ۱+۵ سترو هېوادونو سره اتومي تړون لاسليک کړی، په عربي نړۍ کې د سولې او ثبات هيلې له خنډ سره مخ شوي، غربي هېوادونو خپلې دروازې د ايران پر مخ پرانستي، په داسې حال کې، چې عربي هېوادونه له غربي حکومتونو نهيلي دي او د ځواکمنو هېوادونو دغه کړنې يو ډول قصدي نا انصافي او بې پرواهي بولي.

ورځپاڼې په خپل تحليل کې ليکلي، چې د روسيې په ملاتړ ايران سوريه کې خپلو پوځيانو او حزب الله ملېشو ته امر کړی، چې د بشارالاسد د منځلارو مخالفينو پر ضد هم قوي جگړې وکړي او همدغو کړنو له غربه هم لاره ورکه کړې، چې دوی به يا د سخت دريځو سني ډلو تر څنگ دريږي او يا هم د بشارالاسد تر شا.

نېشنل انټرسټ د غربي هېوادونو پر ناکامه ستراتيژۍ هم نيوکې کړي او وايي، چې دوی کولای شي، د خپل نفوذ او قوت له لارې د سوريې کړکېچ پای ته ورسوي، مگر غربيانو سترگې پټې کړي او د ځمکنيو حقايقو پر ځای د ايران گټو او غوښتنو ته گوري.

دغه امريکايي ورځپاڼه وايي، که امريکا او اروپايي هېوادونه وغواړي په عربي نړۍ، په ځانگړې توگه سوريه کې په اسانه امنيت او ثبات راتلی شي، لکه څرنگه يې، چې ۱۹۹۹۰م کې په کويت کې وکړل، چې ورسره په ټوله سيمه کې سوله او ثبات راغی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button