پخوانی ولسمشر حامدی کرزي له حکومت څخه غوښتي چې نور دې د ترهگرۍ په جرم د اعدام په حکم محکوم شوې دوسیې دې ودروي.
حامد کرزي د ملا اختر محمد منصور د وژل کېدو په اړه وویل چې یوازې ورورولي او اتحاد کولی شي چې موږ له روان کړکېچ څخه وباسي.
حامد کرزي همداراز زیاته کړې چې روانه جگړه په افغانانو تپل شوې. هغه همدارنگه ویلي چې د ملا اختر محمد منصور وژل کېدل له هېواد څخه بهر په همدې معنا دی چې جگړه د نورو له لوري پر موږ تحمیلېږي.
کرزي همدارنگه د طالبانو په نوي مشر ملا هیبت الله اخندزاده غږ وکړ چې د سولې له بهیر سره یوځای شي او خپل هېواد ته راوگرځي.
کرزي دغه څرگندونې وروسته له هغې وکړې چې طالبانو د خپل نوي مشر د وژل کېدو خبره تايید کړه.
د طالبانو پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور تېره اوونۍ د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په برید کې ډیورن لاین ته نږدې ووژل شو او پر ځای یې طالبان ملا هیبت الله اخندزاده خپل نوی مشر وټاکه.