ګوګل ژباړه اوس له انټرنټ پرته هم کار کوي
ګوګل ژباړه چې د نړۍ په مختلفو برخو کې ډېر کاروونکي لري، اوس ځينې نوې ځانګړنې هم اضافه کړې دي. ګوګل نن (چهارشنبې) اعلان کړی چې دغه نوي پرمختګونه يې په انډرايډ سېستم کې اضافه کړي دي.
يو له دغو پرمختګونو څخه دا دي چې اوس لوستونکي کولای شي په يوه پاڼه کې، پرته له دې چې د ګوګل ژباړې کړکۍ خلاصه کړي، په هره پاڼه کې د لغت په نښه کولو سره کولای شي ژباړه ترلاسه کړي. دا پرمختګ به خلکو ته د لوستو پر مهال ډېره آساني وړاندې کړي.
ګوګل دغه راز په مبايل کې له انټرنټه پرته د ګوګل ژباړې د کارولو آسانتيا هم اضافه کړې. ګوګل وايي چې اوس خلک کولای شي ځينې مواد ډونلوډ کړي او نور کولای شي چې له انټرنټ څخه پرته له ګوګل ژباړې ګټه پورته کړي. خو لکه څنګه چې مخکې مو وویل، لوستونکي بايد د لغاتونو شته ذخيره لومړی ډونلوډ کړي.
ګوګل دغه راز په خپله پاڼه کې ويلي دي چې د ګوګل ژباړې آسانتياوې د نړۍ په مختلفو برخو کې شاوخوا پنځه سوه مليونه کسان کاروي.