ټکنالوجي
دا کوچنۍ اله مو اوس هر ورک څيز پیدا کولي شي
څېړونکو داسې يوه اله جوړه کړې ده، چې په هرڅه پورې یې چې سريښ کړې يا یې لکه کيلي بند پورې وځړوې او يا يې پکې واچوې ، د هغه شي موقعيت درښيي.
دا کوچنۍ اله TrackR نومېږي، او تر ډېرو ښو او قيمت بيه دا ډول وسيلو څخه ښه کار کوي، بس يوازې یې د موټر په يو داسې ځای کې چې تاسې ته معلوم وي نصب کړئ او يا يې واچوئ اوهغه اپليکېشن چې د انډرايډ او ايفون موبايلونو لپاره یې ځانګړی جوړ کړی په خپلو موبايلونو کې انسټال کړئ، نو هرچېرته مو چې موټر پارک کړی وي او يا بل هر شی درڅخه ورک او يا بې ځايه شوي و، په يو دوو دقيقو کې یې ځای درته په نښه کوي.
د موبايل، ټبليټ او بلې هرې وسيلې لپاره یې کارولی شئ.
بيه یې ۲۹ ډالر ده.
ويډيو لينک:
https://www.youtube.com/watch?v=SZNaVAACTwI
نوراحمد عایل