هغه هېوادونه چې ښځې يې له نارينه و ډيرې دي
د ملګرو ملتونو د سرشمېرنې کميسون د ۲۰۱۵م کال راپور په نړۍ کې د ښځو او نارينه و د شمېر نخچه خپره کړې.
راپور په هر هېواد کې د مختلفو معيارونو له مخې د ښځو او نارينه و ترمنځ د توپیر نسبت څېړلی، چې له دې معیارونو څخه شخړې او کم زېږېدنې له امله د دواړو جنسونو توازن ګډودېدل هم دي.
یاد راپور د هغو ۲۰۱ هېوادونو او سیمو لېست لري، چې پکې د دواړو جنسونو نسبتونو شمېره سره توپير لري. دغه سرشمېرنه د هر ۱۰۰ ښځو مقابل کې د نارينه و په شمېر تر سره شوې.
د دې نوې نقشې د ارزونې له مخې په نړيواله کچه د نارينه او ښځينه شمېر سره توپير لري. د مثال په ډول پخواني شوروي اتحاد غړو هېوادونو کې د ښځينه و شمېر په نارینه و باندې و، چې لامل يې په دوهمه نړيواله جګړه کې د ډېرو نارینه مړینه وه. په مقابل کې د اسیا، عربي دولتونو او شمالي افریقا نارينه و شمېر د ښځينه و په پرتله ډیر دی.
د مارټېنګ ټاپو چې د کاريبين سمندر ختيځ ته پروت دی. د ښځينه و شمېر يې په نارينه و تر ټولو هېوادونو زیات دی. دغه هېواد د ۱۰۰ ښځو په نسبت ۸۴.۵ نارينه لري. ورپسې د هرو ۱۰۰ ښځو په نسبت د لاتيوا جمهوريت ۸۴.۸، د ليتوانيا جمهوريت ۸۵.۳، د هالنډ کوروسا ټاپو ۸۵.۶، د ميکسيکو ګوډاليپ ټاپو ۸۶، اوکراین ۸۶.۳، ارمانیا ۸۶.۵، د روسيې فدراسیون او بېلاروس ۸۶، استوانیا ۸۸، دسولفادور جمهوریت ۸۸.۴، هانګ کانګ جمهوريت، ۸۸.۵، پرتګال ۸۹.۹، د اروپا ټاپو ۹۰.۶ او هنګري ۹۰.۸ نارينه لري.
خو، بل پلو د هغو هېوادونو لېست کې چې د نارينه و شمېر يې له ښځو زیات دی، په لومړي مقام کې متحده عربي امارت دی، چې د هرو ۱۰۰ ښځو په نسبت ۲۷۴ نارينه لري. ورپسې د هرو ۱۰۰ ښځو مقابل کې قطر ۲۶۵.۵، عمان ۱۹۷، بحرین ۱۶۳، سعودي عربستان ۱۳۰.۱، کویت ۱۲۸.۲ بوتان ۱۱۶.۱، او هند ۱۰۷.۶ نارينه لري.