ټکنالوجي

موږ ټول د مجازې کېدو خوا ته روان يو (۱) / اغا ملوک سهار

کله چې په ۲۰۰۴ کال کې په امریکا کې فېسبوک مارک زوکربورک را منځ ته کړ.
له دې سره د امریکایانو په ژوند کې غټ بدلون راغی. ځکه له مخه دا هېچا نه منله چې زه ۵۰۰ یا ۱۰۰۰ یا تر دي ور زیات ملګري ولرم، او له هغو سره چې په مختلفو جغرافیې موقيعتونو کې اوسې په عینې وخت کې په اړیکه یم. او وینم چې هغه ده دوي ژوندي دې. او خپل نظرونه یو له بله سره تبادله کړو. دا په خپل ځاي سره تر دې له مخه یو ناممکن کار وو. یو وخت د فېسبوک معتادان په روغتونونو کې بستر شول.
کله چې په هیواد کې د فېسبوک استفاده رواج شوه، زه ځنې ملګري پېژنم چې د سهار لمانځه ته به له فېسبوکه ولاړيدو. د ورځې به يې درس نه شواي ویلی. چې دا خپله روانې ناروغې ده. د اخېري احصایو له مخې اوس مهال په نړۍ کې ۱،۵۹ میلیارده کسان په میاشت کې یو ځل فيسبوک استفاده کوې. او فېسبوک اقتصادې ارزښت ۳۱۲ میلیارده امریکایې ډالره ده. حال دا چې مارک دا کار د محصلي له دورانه را پیل کړ.
دا په نړۍ کې معمول ده چې لوي کمپنیۍ کوچنۍ کمپنۍ اخلې چې وټس اپ او انسټګرام هم فېسبوک واخیستې. چې وټس اپ یو میلیارد او انسټګرام ۶۰۰ میلیونه ګټه اخېستونکې لرې.اوس په ټوله نړۍ کې 10ميليارده شيان له انټرنېټ سره وصل دې او په 2020 کې به دا 20 ميليارده ته لوړ شې.
اوس مهال په افغاستان کې ۲۳،۵ میلیونه کسان موبایل او دغو څخه یې ۸ میلیونه انټرنيټ استفاده کوې. په همدې اته میلیونه کې یې اکثریت د فېسبوک حساب لرې. او دا ورځ تر بلې زیاتېږې.
زه دلته نور د انټرنيټ په ارزښت، احصایه بحث نه کوم. زموږ په هېواد کې یې مثبتو او منفې پايلو چې تنکې ځوانان ، وخت، ټولنېز بې خوندېتوب، د پردې افکارو خپرولو، استخباراتې موخو، اقتصاد، اخلاقې فساد، د فېسبوک د ضعف نقطې غواړم بحث وکړم.
نور بيا …
درنښت سهار

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button