د نړۍ تر ټولو نری لیپ ټاپ معرفي شو
د تیر کال په څیر روان کال هم د ټکنالوژي پیژندل شوی کمپنۍ یو پیاوړی خو ډیر زیات نری لیپ ټاپ کاروونکو ته وړاندې کوي. د لاس ویګاس غونډې کې وړاندې شوی دغه لیپ ټاپ لینوو یوګا ۹۰۰ نومول شوی.
د لینوو د کمپنۍ په وینا دغه لیپ ټاپ له نیم انچ څخه لږ پنډوالی او له یو کیلو ګرام څخه لږ وزن لري چې له همدې امله د لینوو کمپنۍ په وینا دغه لیپ ټاپ د نړۍ تر ټولو نری لیپ ټاپ ګڼل شوی.
دغه لیپ ټاپ د تیر کال د لیپ ټاپ په پرتله ډیر پیاوړی او نری دی او په دغې لیپ ټاپ کې د اینټل کمپنۍ کور ایم پروسېسر ځای پر ځای شوی.
د لینوو د کمپنۍ په وینا دغې لیپ ټاپ کې پیاوړی بیټرۍ کارول شوی. د کمپنۍ په وینا دغه لیپ ټاپ کولی شي تر لسو ساعتونو پورې چارج وساتي.
د لاس ویګاس په غونډې کې د لینوو د کمپنۍ نماینده نړیوالو رسنیو ته وویل چې دغه لیپ ټاپ به روان کال د ۱۰۹۹ ډالرو په بیه نړیوالو کاروونکو ته وړاندې شي.
له دې سربیره د لینوو کمپنۍ د ۷۱۰ لړۍ درمیانه لیپ ټاپونه هم معرفي کړي. د دغو لیپ ټاپونو د اسکرین اندازه ۱۳.۳ انچه، وزن يي له یو کیلو ګرام څخه زیات او له نیمه انچ څخه زیات پنډوالی لري.
لینوو کمپنۍ ویلی چې د ۷۱۰ لړۍ لیپ ټاپونو بیه به ۷۹۹ امریکايي ډالره وي او دغه لیپ ټاپونه به هم په ۲۰۱۶ کال کې کاروونکو ته وړاندې کیږي.