د ملي امنیت ریاست په خپل ټوېټر پاڼه کې خبر ورکوي چې دوی په هرات کې شپاړس کسیزه خطرناکه ډله یې له مشرانو سره نیولې ده. خبرپاټه زیاتوي چې دغه ډله د غلام فاروق چې مشهور په عبدالغفار، لعل محمد مشهور په ظریف او تاج میر تر مشرۍ لاندې یې فعالیت کاوه.
خبرپاڼه همداراز زیاتوي چې دغې ډلې په تېرو اتو میاشتو کې گڼ کسان تښتوولي او له کورنیو څخه یې ډېرې پېسې تر لاسه کړي او همدارنگه عبدالوهاب، عبدالقدیر او نذیز احمد په نامه کسان یې له تښتولو وروسته وژلي دي.
د دې خبرپاڼې له مخې دغو سړي تښتوونکو د هرات ولایت په زړه کې اته ځایونه لرل چې د لږې مودې لپاره به یې تښتول شوي کسان هلته ساتل او له څه مودې وروسته به یې نورو ځایونو ته انتقالول.
هرات کې د سړي تښتوونکو ډېرې قضيې له دولتي ارگانونو سره ثبت دي او د دې ولایت اوسېدونکي له دې کار څخه ډېر کړېږي.