روزګان: دهراود ولسوالۍ ‘له سقوط سره مخ ده’
د روزگان امنيتي چارواکي وايي، چې طالبانو د دهراود ولسوالۍ پر مرکز او شاوخوا پوستو پراخ ډلهييز بريدونه پيل کړي دي.
د دهراود ولسوال امين الله خالقي وايي، چې سلگونو طالبانو نن سهار د ولسوالۍ پر مرکز بريد کړی، چې تر اوسه د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي.
خالقي وايي، چې درې ورځې وړاندې يې ولايتي ادارې او امنيتي ارگانونو ته خبر ورکړی و، چې بېړنۍ مرستې ورسره وکړي، مگر تر اوسه مرستندوی ځواکونه نه ديورسېدلي او که حالات همداسې پاتې شي، نو طالبان به دغه ولسوالۍ ونيسي.
ولسوال زياتوي، چې د ولسوالۍ مرکز ته غځېدلې لاره له تېرو دوو مياشتو راهيسې د طالبانو په واک کې ده، چې له ولسي خلکو پرته دولتي چارواکي پرې تگ راتگ نه شي کولای.
د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې د ياد بريد مسووليت منلی او زیاته کړې يې ده، چې په سپکو او درنو وسلو سمبال د دوی جنگيالي مخ پر وړاندې روان دي.
قاري احمدي د جگړې په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
د يادونې وړ ده، چې ولسي جرگه کې د روزگان د خلکو استازو ويلي، چې له يوې ولسوالۍ پرته د ټولو ولسواليو لارې د طالبانو له لوري تړل شوي او مرکزي حکومت ته يې خبرداری ورکړی، که د روزگان امنيت ته يې جدي پاملرنه ونه کړه، نو دغه ولايت به سقوط وکړي.