افغانستان
هلمند کې موټربم درنه مرگ ژوبله واړوله
د هلمند مرکز لښکرگاه ته څېرمه د محلي پوليسو پر اکاډيمۍ يو موټربم درنه مرگ ژوبله واړوله.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، چې نن سهار نهه بجې د نادعلي او مارجې په دوراهي کې يو ځانمرگي بريدگر له خپل موټر سره په دې وتوانېد، چې د محلي پوليسو په يونفورم کې اکاډيمۍ ته ننوځي او خپل موټر ته چاودنه ورکړي.
د سيمې خلکو رسنيو ته وويل، چې چاودنه ډېره درنه وه، غږ يې تر لرې واورېدل شو او گڼو کسانو ته يې مرگ ژوبله واړوله.
طالبانو د بريد پړه منلې او زياته کړې يې ده، چې په دغه بريد کې يې گڼو محلي پوليسو ته مرگ ژوبله اړه ولې ده.