خبرونهسلايډ

د پاکستان لوی درستیز د تورخم دروازې د پرانستې امر کړی

پاکستان ته د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال شېبه وړاندې په خپل فیسبوک پاڼې کې خبر ورکړی چې د تورخم دروازه به ډېر ژر د مسافرو پر مخ پرانیستل شي.

زاخیلوال همدارنگه زیاتوي چې د پاکستان لوی درستیز ژمنه کړې چې خپلو قواوو ته به امر وکړي تر څو د تورخم دروازه ژر د مسافرو پر مخ پرانیزي.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال عاصم بجوا هم په خپل ټوېټر پاڼې کې خبر ورکړی چې د پاکستان لوی درستیز او افغان سفیر د تورخم د دروازې او ډيورنډ کرښې د ادارې په اړه سره پرېکړې ته رسېدلي دي.

پاکستاني سرحدي قواوو له څو ورځو راهیسې د تورخم دروازه د مسافرو پر مخ تړلې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button