ترکیې د بنگلدیش د حکومت له لوري د جماعت اسلامي مشر د اعدام په غبرگون کې خپل سفیر له دې هېواد څخه غوښتی دی. اردوغان انقرې کې د یوې وینا پر مهال وویل چې دوی خپل سفیر له بنگلدیش څخه غوښتی دی.
اردوغان د خپلې وینا پر مهال اروپايي ټولنې باندې توندې نیوکې وکړې. اردوغان زیاته کړه چې که اروپا د اعدامونو مخالفه وي نو د مطیع الرحمن نظامي د اعدام په اړه ولې غبرگون نه ښکاره کوي، دا ځکه چې هغه مسلمان دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم د مطیع الرحمن نظامي د اعدام په اړه وویل چې دا د ډیموکراسۍ له روح سره سم کار نه دی چې د خپل اپوزیش مشران دې اعدام شي.
بنگلدیش د تېرې چهارشنبې په ورځ د جماعت اسلامي گوند ۷۳ کلن مشر مطیع الرحمن نظامي د ۱۹۷۱م کال د ازادۍ جنگ د جرمونو په تور اعدام کړ.
له ۲۰۱۳م کال راهیسې د حسینه حکومت د دې گوند پنځه مشران اعدام کړي دي.