طالبان وړتيا ښيي!
اکرام الدين واصل
داسې بريښي چې طالبان له هغه حالته وتي دي چې فشارونه دې پرې اغېز وکړي. دا دی يو کال د دوی دوهم مشر په نښه کړای شو. له کوره بهر او يوه نړۍ ننګونو تر منځه داسې شوخ سياست د دوی ځراکت برسېروي. دوی چې د خپل پخواني مشر د مړيني خبر په کوم ډول پټ وساته، له معجزې کم نه بريښي. بيا يې چې د منصور له ټاکلو وروسته مخالفين څه ډول راکم کړل، دا يې بله معجزه وه. سره له دې چې ډېر خلک طالبي حرکت نه خوښوي خو موږ به واقعيت وينو او روښانوو به يې.
د مذاکراتو ګرماګرمي
د سولې خبرې نږدې دوه زره درېيم او څلورم راهيسې وخت پر وخت اورېدل کيږي. افغانستان کې چې هر جهت مداخله لري، د سولې په اړه يو ګام لري. دا چې دا ګام ريښتينی دی که نه، بېل سوال دی خو طالب د خپلې داعيې له امله په هيڅ جهت باور نه دی کړی. زما خپله مطالعه دا ده چې طالب د سولې مخالف نه دی، بلکې د سولې په نوم د روانو جرياناتو مخالف دی. دا دی د حکمتيار هر څه زباد کړل چې له هر څه تېر شو.
زموږ دا هيله ده چې په هر قيمت وي سوله راشي، خو زه په نظرياتي لحاظ خبره کوم چې طالب دې پروسې ته د خپلې نظريې عينکې کاروي. همدا د دوی ځيرکتيا ښيي. دوی پوهيږي چې نظرياتي قضيه کې مسايل بريدونه لري او دا مسايل ډېر وخت پر اخرني حرف دريږي. همدا لامل به وي چې دوی هيڅکله د سولې پروسې ته داسې نه دي راننوتي چې د دوی معامله ګري ترې وبريښي يا يې پراګماتيو خوی لرلی وي.
موږ هيڅ ونه شو کولی چې دوی کوم سياسي جريان ته په خپله ګټه ننباسو. دوی چې په لومړي وار موږ ته د سولې لپاره کوم شرايط راکړي تر اوسه پرې ولاړ دي. موږ په ډېره عاجزانه او مخلصانه بڼه پاکستان ته ولاړو، عدې راسره وشوې او موږ هم دا فکر درلود چې ګواکې طالب به د پاکستان له اشارې هم وانه وړي خو دوی وښوده چې اصول لري، رويه لري او خپلې خبرې ته په درنه ګوري.
د سولې وروستی جريان د همدې لپاره جوړ شوی و چې طالب په هر قيمت مېز ته راکاږو خو موږ لا دومره هم ونه توانېدو چې طالب زموږ دې پروسې ته د اهميت په سترګه وګوري. زموږ وروستۍ پروسې هر ډول فشار درلود خو دوی هر ډول فشار سره مقابله وکړه. د پاکستان زوړ مشير بالاخره اعتراف وکړ چې زموږ له وسې پورته طمع راڅخه کول ګټه نه کوي. کله چې کابل د پاکتساني جنرالانو تګ راتګ ډېر شو دا هم د طالب د وېرولو لپاره کافي نفسياتي فشار و، خو له بده مرغه مغرورو جنرالانو پايله کې د جاسوسانو رول ولوباوه. سترګو پټولو ته اړتيا نه شته او بايد زغرده يې ووايو چې طالب نور نه ورکيږي، ځکه چې طالب سياست کې اېل نه شو، جګړه يې نه شي ورکولای.
د منصور وژنه او اخندزاده ټاکنه
د منصور د وژل کېدو خبره رسمي جهتونو سره لا له اوله تاييد وه. ټوله نړۍ متفقانه وغږېده چې منصور وژل شوی، د منصور ځايناستی ټاکل کيږي، کوټې شورا غور کوي چې د ملايعقوب او حقاني تر منځه کوم يو انتخاب کړي..دې ټولو خبرو ښه په تيقن ګردش وکړ خو طالب تر هغې ونه غږېد چې خبرو ته جوړ نه و.
موږ خو نه پوهېږو ځکه حکومت د نړېوالې ورورلۍ تر سيوري لاندې دی خو په رواني لحاظ تخمينېدای شي چې ټوله نړۍ د يو چا په اړه يو اړخيز بحثونه کوي، د دوی د راتلونکي په اړه وړاندوينې کوي دا څومره فشار لري. موږ چې کابل کې کومې خبرې نه خبريږو او په اړه يې معلومات نه لرو تر هغې ځوريږو چې اصل معلوماتو ته مو لاس نه وي رسېدلای. په دومره سختو امنيتي شرايطو کې د دوی اطميناني رويه ډېره نا اشنا ده.
دوی تېره تجربه هم وکاروله. دا ځل يې هغسې په څو تنو خلاصه نه کړله بلکې د ټولو رضايت يې اخيستی او همدا لامل به وي چې تر دې دمه ترې د کوم مخالفت بوی نه دی راوتلای. دوی موږ ته ښودله چې نور دې مسايلو سره عادي دي. په همدې ورځ چې د منصور د وژل کېدو خبرې زور نيولی و، کابل کې يې د عدليې بس پر بله واړاوه. جګړه په ټول افغانستان کې د يوې دقيقې لپاره ونه درېده.
موږ ته چې کابل کې څوک اوازه خپره کړي مشران مو په پاسپورتونو ګوتې وهي. يو ځل چې سياسي فضاء خړه شي تر هفتو هفتو ځای ته نه راځي. په همدې ځای زه حکومت ته مشوره ورکوم چې د طالب د ورکولو خيال دې اوبو ته ووايي. د سولې ريښتينې پروسه دې د مخلصو افغانانو په همکارۍ پيل کړي او طالب دې راضي کړي او د امريکا په الوتکو خپل خلک ډارول ډېره نا ځواني ده.