سيمه او نړۍ

بغداد کې چاودنو ۹۰ تنه وژلي

د عراق پلازمېنه بغداد کې غبرګو چاودنو نوي تنه وژلي او ۱۵۰ زيات کسان يې ټپيان کړي دي.

دا چاودنې په داسې حال کې شوي، چې عراق د تېرو پنځلسو کالو تر ټولو زيات سياسي کړکېچ سره مخ دی.

د دغو چاودنو پړه اسلامي دولت ډلې «داعش» منلې ده.

د عراق امنيتي سرچينې وايي، چې د بغداد په شمال الکاظميه سيمه کې غبرگو چاودنو د پوليسو په گډون ۵۹ تنه وژلي او له اويا زيات يې ټپيان کړي دي.

د کاظميه په عدل کلي کې يوې بلې چاودنې ۱۷ کسان وژلي او له پنځوسو زيات ټپيان دي.

اسلامي دولت ډلې ته نږدې ويبپاڼو ليکلي، چې دواړه چاودنې داعش په هغو سيمو کې کړي، چې د محلي پوليسو لپاره يې خلک راجلبول.

بل پلو تېره ورځ ناوخته بابل او ديالي ښار کې هم د سياسي اړي گړي پر مهال چاودنو گڼو کسانو ته مرگ ژوبله  اړولې ده.

له تېرې اوږدې مودې راهيسې عراق له داخلي سياسي کړکېچ سره مخ دی، لومړی وزير حيدر العبادي وايي، چې د فساد مخنيوي لپاره به په کابينه کې بدلون راولي، مگر شيعه ملا مقتدا الصدر وايي، چې د ټينکو کراتانو حکومت دې جوړ شي.

د عراق پخواني ولسمشر اياد علاوي ويلي، چې دغه چاودنې او نا امنۍ له دې امله زياتې شوي، چې هېواد کې قانوني حکومت او امنيتي ادارې نه شته.

په يو بل راپور کې ويل شوي، چې د انبار ولايت لويديځ کې د داعش په کمين کې لږ تر لږه څوارلس امنيتي سرتېري وژل شوي، په داسې حال کې، چې د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونه داعش ډلې سره په دغه سيمه کې په جگړه اخته دي او هڅه کوي، چې جزيرة البغدادي او نورې سيمې ترې ونيسي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button