سيمه او نړۍ

مصر: سيناء کې ديارلس پوليس وژل شوي

د مصر کورنيو چارو وزارت اعلان کړې ده، چې سيناء ولايت کې د وسله والو په يوه بريد کې لږ تر لږه ديارلس پوليس وژل شوي دي.

له دې وزارته خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې بريد کې لومړی د هاوان ډزې وشوې چې درې پوليس يې ووژل، وروسته لس نور پوليس د يوه کمين په ترڅ کې ووژل شول. په وژل شويو پوليسو کې دوه افسران هم شامل دي.

خبرپاڼې زیاته کړې ده، چې پوليس سيمه کې د بريدگرو لټون کوي. د مصر سيناء کې وسله وال چې ځان داعش ډلې پورې تړي، د مصر د امنيتي ځواکونو پر ضد جگړه کوي. د دې بريد پړه هم همدې ډلې پر غاړه اخيستې ده. دوی وايي، بريد يې د پوليسو پوستو کې د مسلمانو مېرمنو د تلاشۍ او سپکاوي په غبرگون کې کړی او راتلونکې کې به نور بريدونه هم وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د مصر پوځ له شپږو مياشتو راهيسې همدې ولايت کې عمليات پر مخ وړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button