انځورلوبه

په ننګرهار کې د سولې تر نامه لاندې د کرکټ سيالۍ پای ته ورسېده!

د جګړې ضد ځوانانو په نوښت دغه ټورنامنټ چې د ولسوالیو په کچه پکښې ۳۶ لوبډلو برخه اخیستې وه پرون د جمعې له لمانځه وروسته پس له یوې په زړه پورې لوبې چې “سوپر اوور” ته لاړه د ملک نجیب لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېده.

د فاینل لوبې د انعاماتو او جوائزو د تقسیم په مهال د کابل څخه ورغلو د جګړې ضد ځوانانو په استازیتوب خیرالله شینواري لوبغاړو ته د وینا پر مهال وویل چې کرکټ د نړۍ د مختلفو هیوادونو په سیاسي بهیرونو کې مثبت رول لوبولی او د ویښو ملتونو په سرنوشت کې ځلانده تاریخ لري، هغه په افریقا کې د اپارتاید “نژادي تبعیض” په ختمولو، د استرالیا د خپلواکۍ په اخیستلو، د هند او پاکستان د سیاسي کړکېچونو په کمولو او داسې نور مهمو مسایلو کې د کرکټ لوبې رول ته په  اشاره ځوانان دې ته متوجه کړل چې د دغې لوبې څخه باید د افغانستان کې د جګړې په ختمولو او د سولې او عدالت په تامین کې ګټه پورته کړي، د ریښتیني یووالي لپاره زیار وباسي او د خپلو نورو بوختیاوو ترڅنګ د لوبې په ډګر کې د مینې،محبت او یووالي پیغام ورکړي.

همدارنګه په ننګره%A

Related Articles

Back to top button