لوبه

د ۲۰ اوریزو لوبو تر ټولو بوډا لوبغاړی

د ۲۰ اوریزو لوبو تر ټولو زیات عمر لرونکي ریکارډ د کوزې پښتونخوا رفعت الله مومند ترلاسه کړ. نوموړی پرون د انګلستان پر خلاف لومړنۍ نړیواله ۲۰ اوریزه لوبه کې ولوبیدلو.

رفعت مومند ۳۹ کلن دی او د پاکستان له لوري يې پرون په ۲۰ اوریزو لوبو کې برخه واخېستله. تر دې وړاندې دغه ریکارډ د هند راهول ډرایوید سره و. هغه ۳۸ کاله او ۲۳۲ ورځو و چې په نړیوالو ۲۰ اوریزو لوبو کې ولوبېدلو.

په زړو او ډیر عمر لرونکو لوبغاړو کې د ویسټ انډیز فلایډ ریفر، د سري لنکا سنت جی سوریا، د پاکستان انضمام الحق او د بنګلادیش محمد رفیق هم شامل دي.

د دغو ټولو لوبغاړو عمرونه د ۲۰ اوریزو لوبو کې د لوبېدو پر مهال تر ۳۶ پورته وه.

عموما په ۲۰ اوریزو لوبو کې ځوانان لوبیږي.

رفعت د تېرو ۲ کلونو راهېسې د پېښور پنترز لخوا کامیاب اوپنر لوبغاړی و او له همدې کبله هغه د پاکستان په ملي لوبډله کې شامل کړل شو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button