لوبه

هندوستان په ۲۰۱۶ کې هم له پاکستان سره لوبې نه کوي

د پاکستان د کرکټ بورډ مشر شهریار خان په ۲۰۱۵ کې ډیرې هڅې وکړې ترڅو د پاکستان او هندوستان تر منځ لوبې ترسره شي خو هندوستان نه غوښتل له پاکستان سره لوبې وکړي.

تیره ورځ د هندوستان د کرکټ بورډ مشر انوراګ ټاکر خپل ټویټر پاڼې کې لیکي چې په ۲۰۱۶ کال کې هم له پاکستان سره به کومه دوه اړخیزه سریز نه ترسره کوي.

تیر کال ټاکل شوې وه چې هندوستان او پاکستان لوبډلې له یو بل سره دوه اړخیزې لوبې او سریز ترسره کړي خو د هندوستان کرکټ بورډ د دواړو هیوادونو ترمنځ د شته سیاسي شخړو له امله د لوبې نه کولو پریکړه وکړه.

د پاکستان او هندوستان تر منځ باید د لوبو سریز په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوی و خو د هندوستان د نیوکو له امله د دغو لوبو ترسره کیدو لپاره سریلانکا وټاکل شو خو بیا هم د هندوستان کرکټ بورډ د پاکستان د ټولو هڅو سربیره وویل چې له پاکستان سره لوبې نه کوي.

د هندوستان له دغې پریکړو وروسته د پاکستان کرکټ بورډ وویل چې کیدی شي د تیر کال لوبې په ۲۰۱۶ کې ترسره شي خو د هندوستان کرکټ بورډ اعلان وکړ چې روان کال هم د پاکستان سره د لوبې کولو پلان نه لري.

انوراګ ټاکر خپل ټویټر پاڼې کې لیکلي چې روان کال هم هندوستان نه غواړي له پاکستان سره دوه اړخیزې لوبې وکړي او یوازې په نړیوالو جامونو کې به د پاکستان په خلاف لوبې ترسره کوي.

د پاکستان د کرکټ بورډ مشر شهریار خان ویلی و چې که چیرې هندوستان په ټاکل شوی تړون عمل ونکړي نو پاکستان به په ځواب کې په هندوستان کې ترسره کیدوونکی نړیوال شل اوریز جام کې ګډون ونکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button