لوبه
افغان ورزشکارانو د جنوبي اسیا له سياليو پنځه دېرش مډالونه راوړل

افغان ورزشکاران د جنوبي اسیا له سیالیو وروسته له اووه سروزرو، نهه سپینو زرو او نولس برونز مډالونو سره هېواد ته ستانه شول. په ترلاسه کړيو مډالونو کې پنځه د ټکوانډو په برخه کې ګټل شوي دي.
افغان ورزشکارانو د جنوبي اسیا په سيالیو کې له هند، پاکستان، سریلنکا وروسته څلورم ځای خپل کړی. نیپال، بنګلادیش، مالدیف او بوتان له افغانستانه وروسته دي.
سمیه غلامي په لومړي ځل هېواد ته د ټکوانډو په برخه کې د سروزرو مډال راوړی، چې له امله یې د روسيې د اولمپیک سیالیو ته لار پیدا کړې.
د جنوبې اسیا په سیالیو کې په لس ګونه افغان ورزشکارانو برخه اخیستې وه.
د دې سياليو جام د روانې میاشتې له شپږمې تر شپاړلسمې د هند په ګواهتي او شیلونګ ښارو کې ترسره شوې چې د اته اسیايې هېوادنو ورزشکارانو په کې برخه اخیستې وه.