لوبه
کرکټ: افغانستان د هانګ کانګ بدل له عمان واخېست

په متحده عربي اماراتو کې د عمان پر وړاندې د ۲ نړیوالو شل اوریزو سیالیو د لړۍ لومړۍ سیالي نن د افغان کرکټ ملي لوبډلې په بریا سره پای ته ورسیده.
د افغانستان کرکټ بورډ د خبرپاڼې له مخې نننۍ لوبې پچه د عمان لوبډلمشر وګټله او د توپ اچونې پریکړه یې وکړه. افغان لوبډلې د سیالۍ په ټولو شلو اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۵۹ منډې جوړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۶۰ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې عثمان غني ۶۹ منډې جوړې کړې.
عمان لوبډلې ورکړل شوی هدف بشپړ نه کړای شو او د سیالۍ په ۱۹ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۳۲ منډې جوړې او لوبه یې افغان لوبډلې ته وبایلله. د افغان توپ اچونکو له لوري سید شیرزاد ۳، روښان بارکزي ۲ او سمیع الله شینواري هم ۲ لوبغاړي وسوځول.
پرون د نومبر پر ۲۸مه افغانستان د هانګ کانګ لوبډلې پر وړاندې ماتې وخوړله.