روغتيا

ډېرې جنسي اړيکې پر بدن څه تاثير لري؟

په لومړيو کې جنسي اړيکې سړی تکړه کوي او چالاکېږي ورسره، له دې سره هغه داسې ګومان کوي چې جنسي اړيکې يې پر بدن ښه تاثير لري. خو سوال دا دی چې په رښتيا هم ډېرې جنسي اړيکې پر بدن ښه اثرات لري؟

ډېری کسان په دې باور دي چې هغه مېړه و ښځه چې په خپل منځ کې ډېرې جنسي اړيکې لري، ژوند يې د نورو په نسبت ډېر خوشاله او صميمي دی. د همدې له پاره څېړنې ترسره شوي چې د دغه باور حقيقت معلوم کړي.

د څېړنې پايلې ښکاره کوي، چې له جنسي اړيکو سره د انسان په بدن کې اندروفين هورمون زياتېږي چې له دې سره د انسان خوب ډېرېږی او پر ذهن يې فشار کمېږي. ځکه خلک ګومان کوي چې جنسي اړيکې يې د خوښۍ ضمانت دی.

خو څېړنه زياتوي چې دغه باور سم نه دی او ډېرې جنسي اړيکې لزوما د ډېرې خوشالۍ په معنا نه وي. دغه راز پوهانو ويلي چې لاسته راوړل شوې پايلې ښکاره کوي چې د خلکو د باور پر ضد، هغه ښځه و خاوند چې ډېرې جنسي اړيکې لري، هغوی ته دغه اړيکې عادي کېږي او نه شي کولای هغه اندازه خوند ترې واخلي، لکه نور چې يې اخلي. دوی ته يوازې د جنسي اړيکو ترسره کول اړین وي، ځکه خو يې مهم مقدمات له نظره غورځوي چې دا روغتيا ته ښه نه وي.

پوهانو ويلي چې بايد د جنسي اړيکو ډېروالي ته ډېره پاملرنه ونه شي، بلکې داسې چاپېريال برابر شي، چې زوجین له يو بل سره په کې مينه وکړي. دغسې چاپيرل څخه موخه آرام او پرامنه چاپيریال دی او دا د خوشالۍ تضمين هم کوي.

Related Articles

3 Comments

  1. دجنسی اړیکوپه هکله زمونږ ګران او زړه ته رانږدی پیغمبرمحمد صلی الله علیه وسلم 1400 کاله مخکی هرڅه روښانه کړی خو افسوس چه خلکو پری عمل ندی کړی طب نبوی مطالعه کړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button