خبرونه
دفاع وزارت او ملي امنیت ریاست ته نوي سرپرستان وټاکل شول
ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه تازه خبرپاڼه کې خبر ورکوي چې د ملي دفاع وزارت او ملي امنیت ریاست ته یې نوي سرپرستان ګومارلي.
له خبرپاڼې سره سم، ډګر جنرال عبدالله خان د دفاع وزارت د ارکانو رييس د ملي دفاع وزارت د سرپرست په توګه او محمد معصوم ستانکزی یې د سلاکار وزیر او ملي امنیت ریاست سرپرست په توګه ګومارلي.
ولسمشر داسې مهال د دوو مهمو امنیتي اداروچارې سرپرستانو ته سپاري، چې د ملي شورا ګډې ناستې ته یې په وروستۍ وینا کې ژمنه کړې وه چې نور به سرپرستۍ ته د پای ټکی ږدي.
محمد معصوم ستانکزی تر دې دمه د ملي دفاع وزارت سرپرست په توګه کار کاوه.
له هغې راهیسې چې امنیتي وضعیت مخ په خرابېدو شوی د سرپرستانو د چارو ادارې نیوکې راپارولې دي.