څېړنې ښکاره کوي چې افغانستان اوسمهال د نړۍ تر ټولو ډېر ځوانان لري او د نړۍ د ځوانو هېوادونو په کتار کې راځي. عابد امیري په دې اړه څېړنه کړې او په کې یې تر لاسه کړي چې افغانستان د نړۍ تر ټولو ځوان هېواد دی.
د منډی انډیکس د احصايې له مخې ۶۳.۵ سلنه افغانان له څلرویشت کلو لږ عمر لري او له ۱۰ـ۱۹ پورې عمر لرونکو نفوس شاوخوا اووه ملیونو ته رسېږي او په اوسط ډول اوسمهال د افغانانو عمرونه ۱۸ کاله دي. څېړنې ښکاره کوي چې دا عمر د زدهکړې دی او که چېرې ټول افغانان اوسمهال په زدهکړو مصروف شي نو ښايي چې پنځلس کاله وروسته افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو په کتار کې راشي چې ډېره بشري قوه ولري.
د احصایو او وړاندوېنو له مخې ویل کېږي چې په ۲۰۲۰ کې په اوسط ډول د هندیانو عمرونه شاوخوا نههویشت، د پاکستانیانو پنځهویشت، د اروپایانو شپږڅلوېښت، د امریکایانو څلوېښت او د افغانانو شل کاله وي چې د دې وړاندوېنې له مخې افغانستان د نړۍ ځوان هېواد شمېرل کېږي.
امیري تر لاسه کړې چې راتلونکي کې د نړۍ نور پرمختللي هېوادونه د چین په شمول د ځوانانو له کړکېچ سره مخ کېږي. که چېرې اوس افغان حکومت خپلو ځوانانو باندې پانگونه وکړي نو راتلونکي کې به د ریمیټنس له لارې کولی شي چې ډېر عاید ولري. افغانان کولی شی چې له دې فرصت نه په گټه اخیستلو سره د نړۍ نورو هېوادونو ته ځوانان د علم او پوهې په وسلې سمبال صادر کړي.