خبرونهسلايډ

د حزب اسلامي له استازو سره حکومت ولې سوړ چلن کوي/سرنوشت ورځپاڼه

ویل کیږي چې له اسلامي حزب سره د سولې خبرو او د اسلامي حزب غوښتنو ته د حکومت غبرګون سوړ دی. سره له دې چې ویل شوي چې د اسلامي حزب او د سولې د عالي شورا ترمنځ په خبرو کې ځیني پرمختګونه شوي دي، خو د حکومت مشران او په حکومت کې ځیني کړۍ نه غواړي چې له اسلامي حزب سره خبرې بریالۍ شي. په همدې تړاو په وروستیو معلوماتو کې ویل شوي چې وړمه شپه د اسلامي حزب له پلاوي سره د ولسمشر په کتنه کې کوم پرمختګ نه دی شوی او ان د ولسمشر له اړخه د اسلامي حزب پلاوی ته واضح پیغام هم نه دی ورکړل شوی.

ولسمشر اشرف غني څو وخت وړاندې خپله له اسلامي حزب او طالبانو غوښتي وو چې د سولې خبرو ته حاضر شي. طالبانو د ولسمشر غوښتنه رد کړه، خو اسلامي حزب کابل ته پلاوی را ولیږه او دلته یې مخامخ خبرې پیل کړې. حکومتي ویندویانو بیا بیا د پرمختګونو خبره وکړه او خلکو ته هیله پیدا شوې وه چې ښايي دا خبرې پایله ورکړي او دا چاره به امن او سولې سره مرسته وکړي. اوس چې په دې خبرو کې د ستونزو، خنډونو او د حکومت له خوا د سوړ غبرګون خبره کیږي، نو دا چاره خلک ناهیلي کوي.
ویل شوي چې اسلامي حزب سترې او ناشونې غوښتنې هم نه لري. ویل کیږي چې لومړی غوښتنه یې د ملګرو ملتونو او د امریکا له تورو لېستونو د اسلامي حزب د مشرانو د غړو اېستل دي، چې دا شرط یې پر ځای دی او باید ومنل شي. د اسلامي حزب دویمه غوښتنه دا یاده شوې ده چې د دوی بندیان به خوشې کیږي. دا غوښتنه یې هم پر ځای ده، ځکه چې د سولې او جوړجاړي لپاره دا اړینه چاره ده. دغه راز په پاکستان کې د اسلامي حزب د غړو د کورنیو او په ځانګړي ډول د شمشتو کمپ د کورنیو لپاره د یوه ځای ورکول او د اسلامي حزب نورې غوښتنې هم پر ځای او سمې دي. دا غوښتنې نه لویې دي او نه پکې حکومت او افغانستان ته کوم زیان دی، نو باید بې له ځنډه ومنل شي.
خو دا چې د حکومت غبرګون سوړ دی، څو لاملونه کیدلی شي. لومړی دا چې یوه غوښتنه په امریکایانو پورې اړه لري او ښايي حکومت له امریکا دا غوښتنه ونه شي کړلی چې د اسلامي حزب مشران له تور لېست څخه وباسي. دویم دا چې په حکومت کې دننه د اسلامي حزب مخالفین شته چې په دې برخه کې خنډونه جوړوي او ولسمشر به د هغو تر فشار لاندې وي. د اسلامي حزب سیال پخواني جهادي ډلې او د اسلامي حزب نور پخواني مخالفین نه پریږدي چې دا خبرې بریالۍ شي. دغه راز ځیني کړۍ فکر کوي چې که حکمتیار کابل ته راځي او اسلامي حزب سره یو ځای کیږي، نو په یوه ځواک به بدلیږي او په دې سره ښايي یو داسې قوت رامنځ ته شي چې دوی یې نه غواړي. د څوکۍ او قدرت د انحصار مینه او نور لاملونه هم ښايي ددې ربړې لاملونه وي.
خو حکومت باید پوه شي چې که له اسلامي حزب سره د سولې په برخه کې خنډونه را پیدا کړي، نو وسله وال مخالفین به بیا سولې ته زړه ښه نه کړي. دغه راز خلک به هم پوه شي چې د سولې اصلي مخالفین په حکومت کې دي. که خلکو ته دا پیغام ورکړل شو، نو بیا د حکومت خیر نشته.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button