افغانستان

صلاح الدين رباني: د سولې په اړه مو کوم پرمختگ نه دی کړی

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني نن يکشنبه مشرانو جرگې ته په خپله وينا کې وويل، چې له تېرو څو کالو راهيسې د پرله پسې هڅو سربېره طالبانو سره د سولې په اړه پرمختگ او هيله نه ده ترلاسه شوې.

د بهرنيو چارو وزير د مشرانو جرگې غړو ته وويل، که د سولې په اړه هر پرمختگ ترسترگو شو، د ملي شورا له غړو او ولس سره به يې شريک کړي.

د بهرنيو چارو وزير زياته کړه، چې سوله ملي اجماع ته اړتيا لري او تر اوسه افغان حکومت په دې نه دی توانېدلی، چې په دې اړه ملي اجماع ته ورسيږي.

د افغانستان سولې او امنيت په اړه يې مشرانو جرگې ته وويل، چې راتلونکو مياشتو کې به پلازمېنه کابل کې د اسلامي کنفرانس د غړو علماوو يو کنفرانس ترسره شي، چې افغانستان کې د سولې او ثبات په اړه له شرعي پلوه بحث وکړي.

نوموړي په دې اړه نور معلومات ورنه کړل، خو ډاډ يې څرگند کړ، چې دغه کنفرانس به د افغان سولې په گټور ثابت شي.

 

«د اسلامي هېوادونو علما به د افغانستان په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي، افغان ولس او نړيوالو ته يو ډول ډاډ ور وبښي.»

د بهرنيو چارو وزير  د ياد کنفرانس نيټه څرگنده نه کړه.

د يادونې وړ ده، چې افغان ولسمشر واک ته له رسېدو سره سم هېواد کې د سولې لپاره خپله کړنلاره اعلان کړه او زياته يې کړه، چې دی د پاکستان له لارې افغانستان کې روانې جگړې ته د پای ټکی کيږدي.

د همدې موخې لپاره د امريکا، چين، افغانستان او پاکستان څلور اړخيزې ناستې وشوې او حکومت تر ډېره هيله من و، چې پاکستان به طالبان د سولې خبرو ته تيار کړي، مگر له څو پرله پسې غونډو وروسته ولسمشر غني نهيلی شو، چې پاکستان دې طالبان د سولې خبرو کې د گډون لپاره تيار کړي.

له تېرې يوې مياشتې زياته موده وشوه، چې د افغانستان او پاکستان اړيکې يو ځل بيا ترينگلې شوي او د سولې خبرې هم په ټپه ولاړې دي.

ولسمشر تېره اوونۍ د ملي شورا شريکې ناستې ته په خپله فوق العاده وينا کې وويل، چې نور له پاکستان څخه د سولې تمه نه کوي او پر پاکستان يې غږ وکړ، چې طالبان دې له خپلې خاورې وباسي.

ولسمشر گواښ وکړ، که پاکستان له ژمنې سره سم د طالبانو پر ضد گام پورته نه کړي، نو افغان حکومت به ملگرو ملتونو او امنيت شورا کې د پاکستان پر ضد شکايت وکړي او پاکستان به په نړيواله کچه له انزوا سره مخ کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button