د افغانستان زعفرانو نړۍ کې لومړی مقام خپل کړی
د افغانستان زعفرانو د نړۍ په زعفرانو کې د دريم ځل لپاره هم لومړی مقام خپل کړی دی. دې زعفرانو د ايران هسپانيا او ټولو هېوادونو زعفران شا ته پاتې کړي دي.
بروکسل کې د خوند او غذايي توکو د معلومولو د نړيوال انسټيټيوټ په غوراوي کې د نړۍ د درې سوه ډوله زعفرانو په منځ کې د افغانستان زعفرانو لومړی ځای نيولی او د نړۍ خوندور او غوره زعفران گڼل شوي دي. ياد انسټيټيوټ په دې اړه خبر ورکړی دی.
افغانستان له دې وړاندې هم زعفرانو کې دوه ځل لومړی ځای نيولی و او دا يې دريم ځل شو.
د کرهڼې پوهان وايي، چې د افغانستان اوبه او هوا د زعفرانو د کر لپاره ډېر مناسب دي او د لومړنيو ارزونو له مخې که کافي اندازه زعفران وکرل شي، د نورو هېوادونو په پرتله درې برابره حاصل ورکولی شي.
د افغانستان د زعفرانو بيه نړيوال بازار کې يوه کيلو په دوه زره ډالر ده، چې بازارونو کې يې غوښتنه هم ډېره شوې ده.
د افغانستان د کرنې وزارت وايي، چې ټول هېواد کې يې د زعفرانو د کرلو پروژه پيل کړې ده. حکومت د روان کال په جوزا کې د زعفرانو د کر پنځه کلنه طرحه تصويب کړه او ياد وزارت څرگنده کړه، چې دغه طرح به په درېو مرحلو کې پلې کړی، چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د زعفرانو توليد له ۳.۵ ټنو تر ۱۴ ټنو پورته شي، چې عايد به يې له څلور نيم مليون ډالرو تر دوو سوو مليون ډالرو ورسېږي.