افغانستانسلايډ

فارن پاليسي: آيا افغان حکومت به تر سپتمبره پاتې شي؟

فارن پاليسي په خپله وروستۍ گڼه کې د افغانستان په اړه د «ايا افغان حکومت به تر سپتمبره پاتې شي؟» په عنوان يوه مقاله خپره کړې ده. مقاله کې د کابل د وړمې ورځې پېښې ته په اشاره ويل شوي، دا بريد له ۲۰۱۱ز راهيسې تر ټولو خونړی و.

طالبانو وړمه ورځ کابل کې د ملي امنيت پر يوه رياست ډله ييز بريد ترسره کړ، چې له امله يې له شپېتو ډېر کسان ووژل شول او له درې سوو ډېر نور ټپيان شول. د ملي يووالي حکومت چارواکو د دې بريد ډېری قربانيان ولسي وگړي وښودل، خو طالبان وايي، وژل شوي کسان ټول د ملي امنيت کار کوونکي او امنيتي کسان دي.

د فارن پاليسي په وينا د افغانستان حکومت به د طالبانو ضد جگړې ته دوام ورکړي، خو د امنيت او سولې له نامعلوم راتلونکې سره به مخ وي. خپرونې ليکلي: «اوسمهال د طالبانو پر ضد برياليتوب له بل هر وخته گران ښکاري».

د فارن پاليسي دغې ليکنې څرگنده کړې ده، چې افغانستان کې د ملي يووالي حکومت د نيمگړتياو سربېره د دې هيواد نړيوالو ملاتړو ژمنې کړي او دا هيواد سياسي ثبات ته اړتيا لري. «ملي يووالي حکومت بايد د ټاکنيزو اصلاحاتو او اساسي قانون کې د تعدل راوستو سياسي هڅې وکړي».

سرچينې حکومت گرم بللی، چې د ستونزو د حل لپاره يې چندان هڅې نه دې کړي: «دفاع وزارت او ملي امنيت رياست لا هم د سرپرستانو له لوري اداره کېږي او حکومت لا د خپلو پلويانو تر منځ د جنجالونو ختمولو کې نه دی بريالی شوی.

د مقالې په پای کې ويل شوي، دغه ستونزې ښايي راتلونکې سپتمبر کې اوج ته ورسي، دا هغه وخت دی، چې د ملي يووالي حکومت د بشپړېدو هوکړه ليک په کې پای ته رسي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button