خبرونه
فراه: تر سلو ډېر د ښوونځي متعلمینې زهرجنې شوي

د افغانستان په لویدیځ فراه ولایت کې د یوه ښوونځي په سلگونه متعلمینې زهرجنې شوي دي. د سیمهیزو سرچینو په وینا دغه پېښه د فراه ولایت په مرکز د نجلو په لیسې کې شوې ده.
د فراه ولایت د روغتیا برخې چارواکو منلې ده چې تر دې دمه دوی له سلو ډېر زهرجنې متعلمینې تر درملنې لاندې نیولې دي. تر دې دمه د زهرجن کېدو علت یې نه دی معلوم.
د معارف په تاریخ کې دا لومړی وار نه دی چې د ښوونځي متعلمینې دې زهرجنې شوې وي. د هېواد په شمال ولایتونو کې ګڼې ورته پېښې شوي دي.
دېته ورته تېره پېښه د میدان وردگو ولایت کې شوې وه چې له امله یې ۳۱ تنه زهرجنې شوې وې.