خبرونه
د روسیې په سویل کې ځانمرگی برید شوی

د روسیې په سویل کې د استاوروپول د سیمې پولیسو د دې خبرې پخلی کړې چې د دوی د پولیسو په یوې پوستې باندې ځانمرگی برید شوی دی.
د پولیسو په وینا ځانمرگي د پولیسو د پوستې ترڅنگ چاودنه وکړه او ورپسې دوه تنو نورو غوښتل چې په پوستې باندې برید وکړي چې د پولیسو له لوري له منځه ولاړل.
تر دې دمه څرگنده نه ده چې دې دوه نورو برید کوونکو هم غوښتل چې ځانمرگي برید وکړي او کنه.
د برید لامله چاته مرگ ژوبله نه ده اوښتې او تر دې دمه د برید مسوولیت هم چا په غاړه نه دی اخیستی.