خبرونهسلايډ

جان کیري: ایران دې د یمن او سوريي جگړو پای ته رسولو کې مرسته وکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په ایران غږ کړی چې د یمن او سوريي جگړو کې دې له دوی سره مرسته وکړي چې پای ته ورسېږي.

کیري چې پرون د بحرین په پلازمېنه منامه کې خبري کنفرانس ورکاوه پر ایراني چارواکو غږ وکړ او ويي ویل: «له موږ سره مرسته وکړئ چې په یمن کې جگړه پای ته ورسوو…له موږ سره مرسته وکړئ چې په سوریه کې جگړه پای ته ورسوو».

جان کیري چې د بحرین د بهرنیو چارو له وزیر خالد بن احمد آل خلیفه سره یې گډه خبري غونډه لرله وویل: «ایران دې نړۍ ته دا ثابته کړي چې دوي د نړیوالې ټولنې یوه رغونکې غړې ده او په سوله او ثبات کې دې برخه واخلي».

ایران په سوریه کې د بشار الاسد د حکومت او په یمن کې د حوثي ملیشو ملاتړی دی چې د دې په مقابل کې بیا خلیج عربي هېوادونه په دواړو هېوادو سوریه او یمن کې د ایران د موقف مخالفي دي.

د بحرین د بهرنیو چارو وزیر هم جان کیري ته ورته څرگندونې وکړې. هغه وویل: «موږ د ایران په بهرني سیاست کې بدلون غواړو». د بحرین حکومت ایران تورنوي چې د دې هېواد شیعه ډلې د دوي له لوري پارول کېږي.

راتلونکي اوونۍ کې به ریاض کې د خلیجي هېوادونو غونډه وي او تمه کېږي چې دې غونډه کې به د امریکا ولسمشر باراک اوباما هم گډون کوي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button