شعر
غزل / شاه نواز باقر
محبت چې کوم دا خو به مې حال وي
په اوږو به مې څادر په ځاى ستا شال وي
دا ماشوم چې خاورې خوري د دغې ځمكې
که رالوي شو دا به خامخا کلال وي؟؟
په يوه يوه خبره دې زه ښاد يم
په يوه يوه روپۍ ملنګ خوشال وي
ته به وايې زه يې وليدمه پټ شو
را لويدلى به په ما باندې ديوال وي
جوماتونه ډک د زړونو دي باقره!
لکه کړی چې اذان چرته بلال وي؟؟