کابل مېشتو فرهنګیانو او مدني فعالانو د لیکوال او خبریال، ارواښاد بشیر ریان یادغونډه رابللې ده. بشیر احمد ریان د کندهار پوهنتون د دري ادبیاتو د درېیم کال محصل و، چې تېره اوونۍ يې جسد د کندهار په سپين بولدک کې موندل شوی و.
مدني فعال او د پښتون خوځښت مشر، خیرالله شینواري خبر ورکړی چې راتلونکې چهارشنبه به د ریان یادغونډه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو په تالار کې نمانځي. غونډه به د سهار له نهو تر یوولسو بجو پورې روانه وي.
ریان شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د کندهار د پولیسو له خوا له پوهنتون څخه نیول شوی و. د ریان کورنۍ ویلي، چې بشیر ریان له کړونو او ځورونو وروسته ساه ورکړې ده.
بشیر ریان ځوان فرهنګي و چې ګڼ کتابونه یې لیکلي او ژباړلي وو.
د ریان وژنه د خواله رسنۍ د فرهنګیانو او د نظر خاوندانو له لورې په پراخه کچه وغندل شوه. د ریان وژنه د بیان د ازادۍ پر ضد اقدام وبلل شو او له ملي یووالي حکومت څخه د عدالت غوښتنه وشوه.
که څه هم د عدلیې وزارت او یا هم لویې څارنوالۍ په دې اړه څه ونه ویل؛ خو د کندهار د امنیې قومندان، عبدالرازق رسنیو ته ویلي و چې ریان د طالبانو د وېب پاڼې چلوونکی و. رازق د ریان په وژنه کې خپله پړه نه وه منلې.