درې لوړپوړي چارواکي ولسي جرګې ته وروپېژندل شول
درې لوړپوړي دولتي چارواکي د باور رايې اخيستو لپاره ولسي جرگې ته وروپېژندل شول.
د کورنيو چارو وزارت ته تاج محمد جاهد، د لويې څارنوالۍ لپاره فريد حميدي او د سترې محکمې د شورا غړيتوب لپاره محمد زما سنگري د باوري رايې اخيستو په موخه ولسي جرگې ته معرفي شول.
نوموړي درې واړه نوماندان د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش له لوري ولسي جرگې ته وروپېژندل شول.
د ولسمشر دويم مرستيال د ولسي جرگې له غړو غوښتنه وکړه، چې د حکومت له لوري ورپېژندل شوو څېرو ته د باور رايه ورکړي او دې سره به هېواد کې د امنيت او عدالت چارې د سمون پر لور حرکت وکړي.
د ولسي جرگې سرچينې وايي، چې وکيلان به د درې واړو نوماندانو اسناد وڅېړي او له هغې وروسته به د رايې ورکولو پروسه پيل شي.
د پارلماني چارو وزير غلام نبي فراهي ولسي جرگې ته وويل، چې د کورنيو چارو وزارت ته نوماند تاج محمد جاهد په نظامي چارو کې ۲۲ کلنه تجربه لري، له حربي پوهنتون څخه په نظامي چارو کې ليسانس لري او له دې وړاندې د هرات ظفر قول اردو قوماندان و.
د محمد زمان سنگري په اړه يې وويل، چې نوموړی د کابل پوهنتون له شرعياتو فارغ دی، په عدلي چارو کې پراخه تجربه لري او له دې وړاندې يې د سترې محکمې د قضايي تفتيش د مسوول په توگه دنده ترسره کړې، همدا رنگه د سترې محکمې سلاکار هم پاتې شوی او د خپل ژوند په کاري تجربو کې يې ډېر کار په عدلي او حقوقي برخو کې کړی دی.
غلام نبي فراهي د درېيم نوماند محمد فريد په اړه وويل، چې د پوليسو له اکاډيمۍ څخه يې د جنايي څېړنو په برخه کې ليسانس له ازاد اسلامي پوهنتون څخه ترلاسه کړی او همدا رنگه د امريکا له هاورډ پوهنتون څخه يې د عامه ادارې په برخه کې هم يو سند ترلاسه کړی دی.
د ولسي جرگې رييس عبدالروف ابراهيمي نننۍ غونډې ته په خپلو خبرو کې له ولسمشر اشرف غني غوښتنه وکړه، چې کومې ادارې اوس هم د سرپرستو چارواکو له لوري اداره کېږي، بايد مشران يې ولسي جرگې ته د باور رايې لپاره معرفي شي.
د ملي وحدت حکومت له پيله د ملي دفاع وزارت د سرپرست له لوري پر مخ بوول کيږي، همدا رنگه د ملي امنيت د پخواني رييس رحمت الله نبيل له استعفا وروسته دغه اداره د سرپرست له لوري اداره کيږي.
د اساسي قانون له مخې د يوې ادارې سرپرست له دوو مياشتو زيات دنده نه شي ترسره کولای.