افغانستانسلايډ

روزگان: پينځه شپېته ملي پوليس طالبانو ته تسليم شوي

د روزگان چارواکو دې ولايت کې وسله والو طالبانو ته د پينځه‌شپېته تنو ملي پوليسو د تسليمۍ خبر ورکړی دی. د روزگان د چنارتو ولسوال معلم فيض محمد د دې خبر پخلی کړی، خو امنيه قوماندان يې ردوي او ادعا کوي، چې دا پوليس وسله والو سره په جگړه بوخت دي.

د چنارتو ولسوال رسنيو ته ويلي، پينځه شپېته تنه پوليس پرون له خاص روزگان ولسوالۍ د مرکز ترينکوټ پر لور روان شو او لاره کې وسله والو طالبانو ته تسليم شو. نوموړي زياته کړې ده، دغو پوليسو له وسله والو طالبانو سره معامله کړې ده، داسې چې پوليس به خپلې وسلې او مهمات طالبانو ته ورکوی او طالبان به يې امن ځايونو ته رسوي. خو ولسوال نه ده څرگنده کړې، چې طالبان دغه پوليس څه ډول امن ځايونو ته رسولي دي.

په داسې حال کې چې د روزگان امنيه قوماندان غلام سخي روغ لېونی دغه خبر ردوي او وايي، پوليس طالبانو سره په جگړه بوخت دي، د خاص روزگان ولسوال عبد الکريم هم منلې ده، چې پرون راهيسې د دې ولسوالۍ پينځه شپېته پوليس چې ترينکوټ ته روان و، بې درکه شوي دي.
د خاص روزگان ولسوال زياتوي، د ولسوالۍ او مرکز ترينکوټ تر منځ لار له تېرو لسو مياشتو راهيسې د وسله والو طالبانو په ولکه کې ده او دولتي کسان پرې تگ راتگ نه شي کولای.

د ښاغلي عبد الکريم په وينا دغه پوليس د ولسوالۍ د پخواني امنيه قوماندان نظر محمد ملگري وو او ترينکوټ ته يې تلل غوښتل، «دوی له امنيتي چارواکو غوښتي وو، چې د ملي اردو الوتکو کې يې ورسوي، خو غوښتنه يې ونه منل شوه».

پخوا هم داسې شوي، چې لسگونه ملي پوليس او د اردو عسکر له دې امله خپلې وسلې وغورځوي او طالبانو ته تسليم شي، چې دولت يې ملاتړ ونه کړي. مياشت وړاندې د همدې ولايت د دهراوود ولسوالۍ د قرارگاه عسکر د همداسې يوې معاملې په ترڅ کې طالبانو ته تسليم شول، چې وروسته خوندي ځای ته رسول شوي وو.

د سيمې طالبانو رسنيو ته ويلي، دغه پينځه شپېته پوليس دوی ته تسليم شوي دي او لا هم له دوی سره دي. طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي، چې پوليس د کومې معاملې په ترڅ کې ورته تسليم شوي که نيولي يې دي، همدا راز معلومه نه ده، د تسليم شويو پوليسو په اړه به د طالبانو پرېکړه څه وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button