((خوشاله ژوند ته غځېدلې لار)) کتاب چاپ شو
د ((خوشاله ژوند ته غځېدلې لار)) کتاب پښتو ژباړه چاپ شوه. په دغه کتاب کې خوښ ژوند ته د رسېدلو لپاره ګڼ څه شته، چې لوستل یې په دې برخه کې له لوستونکو سره پوره مرسته کولای شي. کتاب څلور برخې لري، چې عبارت دي له (بریا، زده کړې، کورنۍ او د خوښ ژوند رازونه). ((خوشاله ژوند ته غځېدلې لار)) کتاب حمیدالله حمیدي په خورا روانه پښتو را ژباړلی او په کابل کې اکسوس کتابپلورنځي په ۲۷۶ مخونو کې په ښکلی صحافت چاپ کړی دی. د کتاب لیکوال یو کس نه، بلکې په دې کتاب کې د مشهورو نړیوالو لیکوالو لیکنې را ژباړلې شوې دي. دا به هم د هغو هڅو یوه برخه وي چې زموږ د جګړه ځپلي هیواد د زخمونو د ټکورولو او د هېواد والو د وېښېدنې لپاره کېږي. اکسوس کتابپلورنځي له دې مخکې هم ۳۵ ټوکه بېلا بېل کتابونه چاپ کړي دی. مینوال کولای شي نوموړی کتاب په کابل ښار د اکسوس کتابپلورنځي څخه په مناسبه بیه تر لاسه کړي.
پتې: _دهبوريو پارك جنوبي دروازې ته مخامخ
_پولیتخنیک عمومي سړک ،د ښوونې او روزنې پوهنتون تر څنګ افشار بازار
٠٢٠٢٥٠٤٦٥٢
٠٧٩٨٩٨٩٦٩٦