شعر
ريان ته! / خالق یار احمدزی
اې د مینې ابتدا کې ګران ریانه چیرته لاړې
نن د وصل پیلیدا کې خوږ جانانه چیرته لاړې
د دي چم يو څو اغزي دي چې ستاحسن زغمی نشي
وا ګلابه په ښکلاکې له بوستانه چیرته لاړې
بیا سحر مې ستوري شمارکړل د مدار په توره څوکه
سپوږمۍ نه وه په فضا کې له آسمانه چېرته لاړې
اوس کتابه! په ګردونو کې د چا لارې به څارې؟
ها قلم شو په ژړا کې له آرمانه چیرته لاړې
نو قاتله! په ضمیر دې څنګه خاورې واړولې؟
چې شهید دې کړ فنا کې له حیا نه چیرته لاړې
د ریان یاد ته ژړیږه خالقیاره په سلګو کې
راته ګران وې په هرچا کې، نن له مانه چیرته لاړې