لار ورکي افغانان/ حبيب وقار
له تېر يو کال راهيسې د بې کارۍ او ناامنۍ له لاسه بې شمېره افغانان بهر ته کډه شول او ډېرو يې اروپايي هېوادونو ته د ځانونو د رسولو له پاره قاچاق وړونکو ته پيسې په پور پيدا کړې يا يې هم د کور موټر يا دوکان ورته وپلورل.
له دې ډلې يې ډېر شمېر افغان کډوال په جرمني کې مېشت دي، سره له دې چې اروپا هم د دومره ډېرو کډوالو د منلو توانايي نه لري، بيا هم له افغانستان، پاکستان، عراق او سوريې څخه په سلګونو زره کسان اروپايي هېوادونو ته په ناقانونه توګه روان دي.
په همدې لړ کې د هېواد لومړۍ مېرمن بي بي ګل غني جرمني ته لاړه څو هلته له نژدې د افغان کډوالو ستونزې وويني. د کډوالو چارو وزیر وايي، د جمهور رئیس مېرمن له جرمني او ټولو اروپايي هېوادونو غواړي چې د افغان کډوالو په منلو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
ډېری افغانان له نوي حکومت او وضعیت څخه راضي نه ښکاري، له همدې کبله هڅه کوي له هېواده ووځي، زموږ ډېری ځوانان له پوهنتونونو فارغ دي، خو کار نه لري، ډېری يې له هېواده زړه توري او د تېښتې په حال کې دي. د افغانستان د کډوالو چارو وزیر عالمي بلخي وايي، افغان حکومت له اروپايي هېوادونو د خپلو کډوالو په اړه څو ځله وغوښتل چې په افغانستان کې شته ناامنيو او ستونزو ته په کتو له ورغليو افغانانو سره د همکارۍ له مخې چلند وکړي، نه دا چې هغوی يا بېرته افغانستان ته راولېږي او يا يې هم له نورو اسانتياوو بې برخې کړي.
د وزیر بلخي په خبره د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره يې لیدلي او پرېکړه شوې چې د افغانستان له پاره به د اروپايي هېوادونو سفیران یوې غونډې ته راوبولي چې د افغانستان حالت ورته تشریح کړي.
دا ستونزې په داسې حال کې مخ په ډېرېدو دي چې تر دې وړاندې د ناروې صدراعظمې هم ويلي وو چې هېواد ته يې تازه ورغلي افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته لېږي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو تر ټولو جګپوړي چارواکي انتونیو ګوتریس له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغان کډوالو د برخليک په ټاکلو کې د افغانستان حالات په نظر کې ونيسي. هغه خبرداری ورکړ چې افغانستان ته پام نه کول ستونزې زېږوي. نوموړي د ملګرو ملتو د کډوالو لویې کمېشنرۍ د اجرايي کمېټې له غړیو سره د افغانستان پر حالاتو د غور په غونډه کې وویل:
«موږ په نړیواله ټولنه غږ کوو چې یو وار بیا افغانستان ته پام وکړي.»
سږ کال بې شمېره افغانان اروپايي هېوادونه ته کډه شول، د کډوالۍ نړیوال سازمان اټکل کړی چې سږ کال تر اوسه ۷۵۰زره کډوال د سمندر له لارې اروپا ته رسېدلي، خو دقیقې شمېرې لا نه دي معلومې ځکه چې ځینې کډوال ښايي په پټه له پولو تېر شوي وي. په سږ کال کې د اروپايي اتحاديې د شمېرو له مخې څه باندې ۷۰۰زره کسانو د پناه اخستو غوښتنه کړې ده
په دې لړ کې تر ټولو ډېر کسان جرمني ته تللي، د اکتوبر تر پایه له ۳۳۱زره نه ډېرو کسانو په جرمني کې د پناه اخستو غوښتنه کړې. هنګري په دې لړ کې دویم ځای لري، ډېری کډوال د یونان او لویدیځ بالکان هېوادونو له لارې هنګري ته رسېدلي.
که څه هم په ۲۰۱۵ کال جرمني کې ډېرو کډوالو د پناه اخستو غوښتنه کړې، خو هنګري ته د ډېرو کډوالو رسېدل ښيي چې د هېواد د نفوس په پرتله ورته تر ټولو زیات کډوال ورغلي. د ۲۰۱۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د هنګري د هرو ۱۰۰زره سيمه ييزو اوسېدونکو پر سر ۱۴۵۰ تنو کډوالو د پناه اخستو غوښتنه کړې ده. د جرمني له پاره دا شمېره ۳۲۳ ده او په برېتانیا کې د هرو ۱۰۰زره وګړو پر سر۳۰ کډوالو د پناه اخستو غوښتنه وکړه.
په دې کډوالۍ کې د افغانانو ترڅنګ د نورو هېوادونو ناقانونه کډوال هم مړه شوي دي، ځينې په کښتيو کې ډوب شوي، ځينو په سمندر کې لاره ورکه کړه او څوک هم په دښتو او ځنګلونو کې د وحشي حيواناتو خوراک شوي دي.
په دې اړه د کډوالۍ نړيوال سازمان وايي چې له ۲۸۰۰ نه زیاتو هغو کډوالو د مړینې راپور ورکړل شوی چې سږ کال یې پر دغه لاره د تلو هڅه کړې وه. په ټوله کې د ۲۰۱۵ کال په ترڅ کې تر اوسه په مدیترانه کې ۳۴۰۶ تنه مړه شوي دي. سږ کال د کډوالو له پاره تر ټولو وژونکې میاشت اپرېل وه چې له ۸۰۰ کسانو ډکه بېړۍ د لېبیا پولې ته نژدې ډوبه شوه.
د اروپايي اتحادیې د یوې څېړنې له مخې د ۲۰۱۵ کال په جولای میاشت کې، د اروپا پولو ته تقریباً ۱۰۷زره او ۵۰۰ تنه کډوال ورسېدل. دا لومړی ځل دی چې اروپا ته په یوه میاشت کې دومره شمېر کډوال په غيرقانوني ډول دننه کېږي. د څېړنې له مخې، افغانان د دغو ناقانونه کډوالو درېیم لوی اکثریت جوړوي.
ځينو هېوادونو لکه برېتانيا، هالنډ، ډنمارک، استراليا، اتريش، بلجيم، هنګري، ناروې، يونان، اېټاليا، سوېډن، فرانسه، سويس، فنلېنډ او اوکراين ویلي چې افغان کډوال به په زور بېرته کابل ته ولېږي. خو ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د افغانستان حالاتو ته په کتو به پرېکړه کوي. له بلې خوا په تېره اوونۍ کې د پاريس له بريدونو وروسته پولنډ هم ويلي چې له دې بريدونو وروسته کډوال نه مني.
اوس به معلومه شي چې جرمني ته د هېواد د لومړۍ مېرمنې له تلو سره به د افغان کډوالو ستونزې او د منلو اصول يو څه ښه شي او که په همدې حال پاتې شي او په نورو اروپايي هېوادونو به د دغه سفر اغېزې څه وي.