روانې چارې

په مسلمان او پښتون, دا څه لوبه؟

شمس رحمانزی, پونه- انډيا
د اسلام د سپيڅلي دين له  ظهور بيا تر نن, کابو 1437 کاله تيريږي. د اسلام مبارک دين تاريخ له سرښندنو, وياړنو, مبارزو, اتحاد, زده کړو او لوی او اوږد مهاله امپراتوريو او خلافتونو څخه ډک دی.
همدا ډول په مرکزي اسيا کې د  پښتونو پاچاهي, امپراتوري, قدرت او واک له افغانستان پيل بيا تر اصفهان, هند او بخارا پوري رسيدلي وو.
پيړۍ وړاندې نه ټيکنالوجي وه, نه ترانسپورټ او نه هم نور پرمختللي وسايل خو, د نړۍ په کچه تاريخ د اسلام فتوحات او برياوې تر اروپا او حتا تر هسپانې پوري ليکلي.
په منځنۍ اسيا کې د پښتونو قدرت او امپراتوري شير شاه سوري, احمدشاه ابدالي او نورو تر ډېرو لرې سميو پوري ورسوله.
د اسلام او پښتو تير تاريخ, اصولو او تګلارې په سوله, يووالي, زده کړو, پرمختګ, ورورلۍ, مينه, فردي خپلواکۍ, حقوقو, برابرۍ او هوساينه  باندې ټينکار کړی او خپل لومړيتوبه يې ټاکلي وو او دي.
که چېرې په سمه او بې تعصبه توګه, سر شمېرنه او احصاييه تر سره شي, نو اسلام د نړۍ تر ټولو لوی او اکثريت دين دي او پښتانه په افغانستان کې تر ټولو لوی او اکثريت قوم دی.
ټوله کفري نړۍ د اسلام د مبارک دين بريا او پرمختګ له لومړۍ بيا تر نن نشي زغملی او پر وړاندې يې شومې دسيسې او توطې جوړه وي.
همدا رنګه د پرديو په اشاره په لوی افغانستان او پښتونخوا کې نورو ميشتو قومونو د پښتونو سره بې دليله, له تعصب ډکه دشمنې راخيستي.

– نن په ټوله اسلامي نړۍ کې مسلمان د ترورېزم قرباني هم دي, او تروريست مسلمان ته ويل کيږي.
– نن په افغانستان او پښتونخوا کې پښتون تر چا ډېره قرباني ورکړي او ترويست هم پښتون ته ويل کيږي.
– په نړۍ کې يهود, عيسوي, بوديست, هندو… په  خپل منځ کې يو او د مسلمان وژنې, تحقير او زورونې پروژې جوړه وي.
– په افغانستان کې د پښتون په مقابل کې تاجک, ازبک او هزاره په شريکه يو ميدان نيسي.
– په اسلامي نړۍ کې جګړه تر سپيڅلو ځايونو او حتا تر مدينې منورې ورسيده.
– په افغانستان کې د پښتون جوماتونه هم په امن ندي.
– په سيستماتيک ډول اسلامي نړۍ د کفري نړۍ په  پرتله د پرمختګ, ټيکنالوجۍ او زده کړو له پلوه ورسته پاتې ده.
– په افغانستان کې په پورته ياد شو برخو کې پښتانه د نورو قومونو په پرتله تر ډېره ورسته پاتې دي.
– او داسې نور لسګونه برخو کې.
حل لاره او عمده دليلونه يې په بله ليکنه.
نوټ: نظرونه مو راسره شريک کړئ, تر څو د ماخذ په توګه ترې ګټه واخلو.
ورور مو: شمس رحمانزی.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button