څيړنهروانې چارېسلايډ

د امريکا ولسمشر… له الفه تر يا!

د امريکا ولسمشر څه په لاس کې لري؟ د دولت خزانه څومره لګښت ورکوي؟ او د ولسمشرۍ له دورې وروسته څنګه ژوند تېروي؟ دغه راپور دغو او ورته نورو پوښتنو ته ځواب وايي.

څوک د امريکا متحده ایالاتو ولسمشرۍ لپاره وړ دی؟
هر امريکايي تبعه، چې په امريکا کې زېږېدلی وي، لږ تر لږه يې ۱۴ کاله امریکا کې هستوګنه کړې وي او د ولسمشريزو انتخاباتو وخت کې يې عمر تر ۳۵ کم نه وي کولای شي چې د ولسمشرۍ لپاره ځان کاندید کړي. نوموړی د دوو څلور کلنو دورو لپاره انتخابېدای شي.

په کورنيو او بهرني امورو کې د ولسمشر واک:
ولسمشر د «ټولو قوانينو پلي کېدا څارنه» کوي او د مشرانو جرګې په رضایت او مشورې سره په «مختلفو دندو خلک ګوماري». چې په دو کې «وزیران، د ادارو رئیسان او د سترې محکمې غړې» هم شامل دي. په بله معنا، کوم خلک کې چې ولسمشر مقرروي د مشرانو جرګې رضایت پکې ضرور دی.
ولسمشر د متحده ایالاتو په ضد ترسره شویو جرمونو سزا بښلی شي، البته «هغه قضايي پرېکړې چې استعفا پورې» تړاو لري ترې مستثنی دي.
د ولسمشر اجرایوي فرمانونه په «ټولو مامورینو لازم دي. مګر یو مامور کولای شي چې د کانګرېس له لارې دغه فرمان لغوه او یا ځنډنی کړي».
ولسمشر قانون نه شي جوړولای، البته د «هېواد په اړه» د ده کلنی پیغام، چې په کې د خپلې سیاسي ادارې موخې په ډاګه کوي، د کانګرېس لپاره د قانون جوړونې فعالیتنو محور ټاکي.
د اساسي قانون له تعديلاتو پرته د هر قانون پر ضد د امريکا ولسمشر د «وېټو حق» کارولی شي. خو ولسي جرګه بيا دوه په درې رایو سره وېټو کړای شوې قانون بيا تصويب ولای شي. خو له اوږدې مودې راهيسې کانګرېس یوازې د ولسمشر په وېتو ۷-۱۱ سلنه برلاسي ترلاسه کړې.
د امریکا ولسمشر حق نه لري چې کانګرېس منحل کړي.
د بهرنی سیاست کړنلاره ټاکل او عملي کول هم د ولسمشر په لاس کې دي، چې په خپله یا د استازو له لارې په نړیوالو خبرو اترو، نړيوالو کانونسيونو کې شرکت کوي. نړيوالې معاهدې کوي، د سفیرانو او نورو رسمي استازو استقبال کوي او نورو دولتونو ته د امريکا سفیران، قونصلان او نور استازي ټاکي.

د ولسمشر پوځي واکونه:
د امریکا ولسمشر په پوځې ډګر کې پراخ واک لري. ولسمشر کولای شي چې د جګړې له اعلان پرته په نورو دولتونو کې پوځي عملیات ترسره کړي، البته د «جنګ اعلان» حق يوازې له کانګرېس سره دی. داسې عمليات به ۶۰ ورځو کې دننه پای ته رسوي. خو د ضرورت وخت کې تر نورو ۳۰ ورځو هم غزېدای شي. په داسې عملیاتو کې ولسمشر مکلف دی چې کانګرېس ته راپور وړاندې کړي.
د بيړني حالت اعلان او پوځ راغوښتل هم د ولسمشر په اختیار کې ورکړل شوي دي. ولسمشر کولای شي چې ملي ګارد، چې فعلاٌ د داخلي ځواک په توګه د واليانو تر امر لاندی دی، او کومکي پوځیان د «شپږو میاشتو له پاره» د نظامي پوځیانو کرښو ته کش کړي او له امريکا نه بهر په نورو هېوادونو کې د هوايي او ځمکني د کومکیانو په تور ترې ګټه پورته کړي.
ولسمشر د «هېواد بوديجې» په چوکاټ کې د پوځي چارو په اړه کانګرېس ته وړانديزونه کوي او د وسله والو ځواکونو د پرمختګ لپاره تګلارې وړاندې کوي. همداراز د مشرانو جرګې په خوښه لوی درستيز ټاکي او هم پوځیانو ته رتبې ورکوي.

«ګوډه هيلۍ» څه معنا لري؟
د امریکا په سياست کې د ولسمشريزې دورې اخرنۍ مرحلې ته «ګوډه هيلۍ» وايي. دغه غير رسمي نوم د هغې موقتي دورې له پاره کارول کېږي، چې له اوسني ولسمشر څخه نوي ولسمشر ته پکې په تدریجي ډول واک لېګدول کېږي.

بوديجه کې د ولسمشر لګښت څومره دی؟
ولسمشر ټاکلې تنخوا لري. چې له دې پرته له بل هېڅ کوم هېواد او ادراې نوره تنخوا نه شي اخيستی.
اوسمهال د امریکا د ولسمشر کلنۍ تنخوا ۴۰۰ سوه زره ډالره ده. د دې سربېره نوموړی کولای شي چې د بيړنیو لګښتونه په توګه نور ۵۰ زره ډالر ترلاسه کړي. په دغه وروستي مبلغ مالیه هم نشته.
په سپينه ماڼۍ کې د ولسمشر او کورنۍ د استوګنځای لګښت له پاره د عامې خزانې څخه ۴ ملیونه ډالر ځانګړې شوي دي، چې یوازې په ګلانو ۲۵۰ زره ډالر مصرفيږي.

د سپينې ماڼۍ له پرېښودلو وروسته د ولسمشر برخليک څه وي؟
څوک چې د امریکا د ولسمشر په توګه وټاکل شي، د « ولسمشر» لقب ورسره د عمر تر پایه ملګری وي. چې اوس د باراک اوباما سربېره، جيمي کارتر، جورج بوش (پلار)، بېل کلنټن او جورج بوش (زوی) هم له دغه لقبه برخمن دي.
له استعفا وروسته د عمر تر پایه هر ولسمشر ۲۰۰ زره کلنۍ تقاعد اخلي.
د امريکا پخوانی ولسمشر او د کورنۍ غړي يې تل خو زامن يې تر ۱۶ کلنۍ پورې د پټو ادارو تر نظارت لاندې وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button