د افغانستان سوېلي ولايت کندهار کې د وسله والو کسانو په يوه بريد کې ملي اردو يو لوړپوړی چارواکی وژل شوی دی.
د کندهار د والي وياند او د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر د پېښې پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې د ملکي چارو مرستيال جنرال خان اغا اڅکزی تېره شپه لس بجې د دوه تنو وسله والو له لوري ووژل شو.
د والي وياند صميم خپلواک وايي، خان اغا د دې ولايت ډنډ ولسوالۍ کې هغه مهال ووژل شو، چې خپل کور ته روان و، پېښه کې د نوموړي يو زوی هم ټپي شوی دی.
چارواکي وايي، بريدگر د جنرال اڅکزي د ساتونکو په ځوابي ډزو کې له منځه تللي دي.
طالبانو د بريد پړه پر غاړه اخيستې او ادعا يې کړې، چې د ملي اردو دغه چارواکي يې د بريدگرو له لوري په خپل مېلمستون کې وژل شوی دی. طالب وياند قاري یوسف احمدي نوموړي سره د نورو امنيتي کسانو د وژلو دعوه هم کړې ده.