مزار کې د عطا محمد نور او دوستم پلويانو د يو بل پر ضد لاريونونه پيل کړي
مزار شريف د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور او د ولسمشر لومړي مرستيال جنرال دوستم سلگونو پلويانو د يو بل پر ضد لاريونونه پيل کړي دي.
دغه لاريونونه وروسته له هغې پيل شول، چې وړمه ورځ د نوروز مېلې پر مهال مزار شريف کې د بلخ سرپرست والي پلويانو د جنرال دوستم انځورونه وشلول.
د نور پلويانو له لوري د دغه گام اخيستو د جنرال دوستم د پلويانو غبرگونونه راپارولي او گواښ يې کړی، چې د دې کار عاملينو سرکشي نه شي زغملی.
د بلخ سرپرست والي په خپله فيسبوک پاڼه ليکلي، چې جنرال دوستم انځورونه ځينو اوباشانو ښکته کړي او دوی به هېچا ته اجازه ورنه کړي، چې د يو څو انځورونو د ښکته کولو په غبرگون کې د مزار شريف امنيت گډوډ کړي.
له همدې پېښو وروسته نن سهار راهيسې سلگونو کسانو د عطا نور په ملاتړ لاريون پيل کړی، د بلخ سرپرست والي انځورونه يې پورته کړي او د نوموړي په ملاتړ شعارونه ورکوي.
پل پلو د جنرال دوستم پلويانو هم د نوموړي د انځورونو شکلونو په خلاف لاريون پيل کړی دی.
د جنرال دوستم سلگونو پلويانو ځانونو سره د ولسمشر غني، پخواني جهادي قوماندان احمد شاه مسعود، استاد رباني او جنرال دوستم انځورونه راخيستي وو.
د دوستم په پلوۍ د مظاهرې مشر کامگار ترکستانی وايي، چې دغه سوله ييز لاريون يې د خپل مشر د انځورونو شکولو په غبرگون کې راويستی او هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چې د دوی د مشر سپکاوی وکړي.
د بلخ امنيتي چارواکو رسنيو ته ويلي، چې دواړو ډلو ته يې د سوله ييزو لاريونونو اجازه ورکړي، مگر هېڅوک نه شي کولای، چې له قانونه سرغړونه وکړي او تاوتريخوالي ته لاس واچوي.