شعر

غزل / ډاکټر محمدحنيف حيران

لکه غرور به دې تر هرې عاطفې وګرځم
پرېږده چې نن خو دې له تکې سپينې خولې وګرځم
پڼې به وباسم، عزت ستا د کوڅې پکار دی
د عبادت ځای کې خو بايد لوڅې پښې وګرځم**
په ټکي ټکي به دې حًسن تر هغې وايمه
لکه سلام چې تر آخرې قاعدې وګرځم
که مې دښمن دی هم، زما په شانې مور به لري
تصميم مې ونيوه چې بايد له جګړې وګرځم
تعريف د حُسن به دې وي خو مکمل به نه وي
که دې له ژونده لکه توري د حاشيې وګرځم
خدای پاماني دې دومره سخته وه، که شرم نه وای
زړه خو مې وېل راته چې بېرته له کوڅې وګرځم
هغه که راشي زه به بېرته په جنون تاوان شم
که هغه ځي، نو ولې زه له مېکدې وګرځم؟
څه خو به یاد ساتم حيرانه، خو ستي دې شمه
لکه پتنګ به يې د حُسن له جلوې وګرځم.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button