افغانستان
زابل کې بم چاودنې پوليس افسر وژلی
پرون مازديګر په زابل کې د يوې چاودنې له امله درې کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې. پېښه د زابل مرکز ته نږدې د سيوري غونډۍ ته څېرمه رامنځته شوې ده.
د زابل چارواکي وايي، چاودنه په يو کاسټر موټر کې د ځای پر ځای شوي بم له امله رامنځ ته شوې ده.
د زابل د امنيت امر سمونوال غلام جيلاني رسنيو ته ويلي، چاودنې موټر له منځه وړی او دوه تنه په کې مړه او يو بل ژوبل دي.
نوموړي زياته کړې په چاودنه کې روزي خان، چې په هلمند کې د پوليسو افسر و، له خپل کوچني ځوی سره وژل شوی.
تر دې دمه د پېښې پړه چا په غاړه نه ده اخيسې.