سيمه او نړۍ
د جرمني يو هوايي ډګر د بم د شتون له وېرې وتړل شو
راپورونه وايي چې په جرمني کې يو هوايي ډګر د بم د شتون له کبله وتړل شو. د دغه هوايي ډګر په اړه ويل شوي دي چې هانوفر نومېږي او د څه مودې له پاره په يوه الوتکه کې د بم د شتون له وېرې تړل شوی و.
د صداوسيما خبري آژانس د راپور له مخې، په جرمني کې ياد هوايي ډګر هغه وخت د مسافرينو پر مخ وتړل شو چې په يوه ترکي تياره کې د بم د شتون وېره احساس شوه.
خبر زياتوي چې د هوايي ډګر چارواکو د دغې وېرې له ترلاسه کولو سره مسافرين له ترکي الوتکې وېستي دي.
ياده دې وي چې دې وروستيو کې په ترکيه کې امنيتي وضعه مخ په خرابېدو ده. تېره موده کې د نامعلومو کسانو له لورې ياد هېواد کې بمونه الوځي چې له امله يې ګڼو خلکو ته مالي او ځاني تاوان اړول شوی دی.