خبرونهسيمه او نړۍ
یوې درنې چاودنې د استانبول ښار ولړزاوه

شېبه وړاندې د ترکيې سیاحتي ښار استانبول یوې درنې چاودنې ولړزاوه. راپورونه وايي چې دغه چاودنه د استانبول د ښار په مرکزي برخه، د سلطان احمد په څلور لارې کې شوې ده. د ترکيې د ډوگان خبرې اژانس د راپور له مخې تر دې دمه د چاودنې له امله گڼ کسان زخميان او شاخوا ودانیو ته زیانونه اوښتي دي.
ځاييشاهدانو رسنیو ته وویل چې چاودنه ډېره زوروره وه او له امله يي ډېری خلک د څلورلارې شاخوا پراته وو. پولېسو د سیمې امنیتي حالت ټینگ کړی دی.
تر دې دمه د چاودنې لامل نهدی معلوم شوی. په دې وروستیو کې ترکیه د ډېرو چاودنو شاهده ده چې د ډېرو مسوولیت يې د داعش جگړهمارو په غاړه اخیستی دی.